زابل؛ پاک افغان لوبډلې د شاجوی ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۶:۲۱
زابل؛ پاک افغان لوبډلې د شاجوی ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د زابل ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په شاجوی ولسوالۍ‌ کې د ۱۷ لوبډلو تر منځ د يووالي په نوم د فوټبال سيالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پاک افغان او عمري لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې پاک افغان لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولۍ يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ يووالی و.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS