زابل؛ مرکز قلات ښار کې ۲۰۰ تنو ته د ديني وړتيا لوړونې سمينار پيل شو
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري او د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې ۲۰۰ تنو ته د ديني وړتيا لوړونې سمينار پيل شو.
په دغه سمينار کې د اسلامي اخلاقو، د نظم مراعاتولو، رښتيولي، د يو بل احترام، مسووليت منلو، په ورزشي ځايونو کې د اخلاقو مراعاتول، اسلامي او اخلاقي ارزښتونه په پام کې نيولو موضوعاتو خبرې وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
