زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د استاد قدرت الله کلب ورزشکارانو لومړی او استاد راحت کلب بیا دویم مقام خپل کړ.
