زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دوو کلبونو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د یوې ورځې لپاره د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالیو کې د استاذ مردان او استاذ عمرخان کلبونو د نوي ځوانانو او ځوانانو کټګوریو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د استاذ مردان کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
دیادو سیالیو موخه د نیو فول کانټاکټ لوبی ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته ورزشي توکي، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
