زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د کیکجیتسو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٨ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد عجب خان کلب ورزشکارانو لومړی او استاد لالي کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام ترلاسه کړ.
