زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۵:۱۵
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د دوستي جام په نوم د والیبال سیالۍ د پوهنتون الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې هریرود، طوفان هریرود، لب دریا سحرانې ،پوهنتون الف او پوهنتون ب لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایلوبه کې یې د پوهنتون الف لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې هریرود لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS