زابل؛ قلات ښار کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د زرمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو K1 سبک سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د محمد داوود عمر او منير احمد کلبونو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د منير احمد کلب په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.
