زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۳۶
زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې له درېیوو ولسوالیو د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د شینکۍ، معروف او ارغستان ولسوالیو د پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د شینکۍ ولسوالۍ پهلوانانو لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۶
Background image

ميدان وردگ؛ تنگي سټار لوبډلې د واليبال اختريزو سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د عصمت الله رسولي په مالي ملاتړ د چک ولسوالۍ په چک بند تفريحي سيمه کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

پکتیا؛ میرزکې ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د میرزکې ولسوالۍ په کړکین خوله سيمه کې د ۵۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۵۴
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په حضرتانو ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې. . .

BACK TO NEWS