زابل؛ شيگان لوبډلې د اختریز جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ارغنداب ولسوالۍ په سردرې کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سيالۍ د شيگان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پایلوبه کې شيگان لوبډلې سيالې دريا لوبډلې ته ۱/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو ۱۴ ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري ورزشکارانو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.