زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کش کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او استاد عبدالغفور کلب ورزشکارانو بیا دویم مقام خپل کړ.
