زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد روزي محمد کلب لومړی، سمیع الله کلب دویم او عبید الله کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.
