زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي وشوه
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ په درې عمري کټگوریو کې د ځغاستې سيالي وشوه.
دا سيالۍ په ۸ کليومتري واټن کې ترسره شوه، چې په پايله کې د نويو ځوانانو کټګورۍ کې روح الله، د ځوانانو په کټګوري کې شېرخان او د لويانو په عمري کټګورۍ بيا ميرويس لومړي مقامونه خپل کړل.
