زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو دوې ورځې دوام وکړ او په پای کې اووه تنه د زابل د یوني فایټ سبک ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.
