زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو د ۲۷ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له نادرخان، عبدالودود او مقصود کلبونو څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې يې د نادر خان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د فول رزم ورزش ته وده ورکول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۴۱
Background image

پکتیا؛ لجه منګل ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیباتل سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د زیولات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولدک ولسوالۍ په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS