زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۷:۴۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۴۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې عزیز خان لومړی، امرخان دویم او نیاز محمد بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

دا سیالۍ د ولسوالۍ په کچه د اتلتیک لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې بریالیو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS