زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۷
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د څلورمې کليزې په ویاړ د واليبال سيالۍ د چينې الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د چينې الف، چينې ب، جاغوري الف او جاغوري ب لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې چينې الف لوبډلې خپلې سيالې جاغوري الف لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

ياده دې وي، چې دغو سیالیو پنځه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پیروزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

ننگرهار؛ اچين ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په اچین ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم بسم الله جان شينواري" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS