زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۹ - ۱۸:۵۰
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د عبدالودود، عبدالغفور او نادر خان له کلبونو د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی، عبدالودود کلب دویم او عبدالغفور کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په زابل کې د فول رزم ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS