زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دا سیالۍ د عبدالشکور او عبدالودود کلبونو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د عبدالشکور کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
