زابل؛ شاجوی ولسوالي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د غیږنیوني سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د سپینې غبرګې، ترنک او شاجوی سیمو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې شاجوی ولسوالۍ ورزشکاراو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
