زابل؛ خاک افغان ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې له دوو ولسوالیو د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې ارغنداب ولسوالۍ پهلوانانو لومړی مقام خپل کړ.
