زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سر درې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سر درې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې ملک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه ترسره شوې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.
