زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لودین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې لودین لوبډلې د ٣ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې جاوید لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
