ریاض؛ د ورزش ادارې رهبري د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر سره ولیدل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۴
ریاض؛ د ورزش ادارې رهبري د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د ایران د ورزش او ځوانانو له وزیر احمد دنیاملي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د ورزش د مسولینو له خوا په دې خبرې وشوې، چې څنګه ورزشي اړیکې پیاوړې شي، همداراز په ایران هیواد کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو پر فعالیتونو او وضعیت هم خبرې وشوې.

د دې لیدنې په پایله کې دواړو لوریو په دې توافق وکړ، چې په راتلونکې کې دواړه هیوادونه د ورزشي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې له مخې به یې ورزشي اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۷:۱
Background image

د جوجتسو درې کسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې ګډون لري

د جوجتسو درې کسیزه ملي لوبډله، چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دی، د جوجتسو په نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون لري.

له دغو سالیو څخه محمد سرور حسیني په ۶۹ کیلو ګرام وزن کې دوه سیالۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز گردېز ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۶:۵۸
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر وزیرستان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS