رحمت شاه د افغانستان په ګټه د ټېسټ لوبو په یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمت شاه له زمبابوې سره د ټېسټ لوبو په لومړۍ پاڼۍ کې د ۴۲۴ توپونو په لوبولو سره د ۲۳ څلوریزو او ۳ شپږيزو پر مټ ۲۳۴ منډې جوړې کړې او د هېواد د ټیسټ لوبو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو، چې یاده کارنامه یې په خپل نوم ثبت کړه.
د یادونې وړ ده، له دې وړاندې حشمت الله شهیدي په ۲۰۲۱ کال کې د زیمبابوې پر وړاندې د ۴۴۳ توپونو په لوبولو سره ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.