راشد خان او ابراهیم ځدراڼ د کرېکټ نړۍوالې شورا په نوې درجه‌ بندۍ کې لومړی او دویم مقام ګټلی

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۰
راشد خان او ابراهیم ځدراڼ د کرېکټ نړۍوالې شورا په نوې درجه‌ بندۍ کې لومړی او دویم مقام ګټلی

د کرېکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې راشد خان له شپږم مقام څخه لومړي مقام ته پورته شو او د ټوپ وهونکو په برخه کې ابراهیم ځدراڼ له لسم مقام څخه دویم مقام ته پورته شو.

همدارنګه په ټولچارو لوبغاړو کې عظمت الله عمرزی لومړی ، محمد نبي عیسی خېل درېیم او راشد خان څلورم مقام خپل کړی دی.

د ویلو ده، چې د کرېکت نړۍواله شورا هر مهال د لوبغاړو د ښې کارکردګۍ په صورت کې د دوی درجه بندي کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS