د یورش بګرامي فوټبال لوبډلې د ملي افغان لوبډلې ته ۱/۲ ماتې ورکړه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۸:۵
د یورش بګرامي فوټبال لوبډلې د ملي افغان لوبډلې ته ۱/۲ ماتې ورکړه

د فوټبال د دوهم لیګ سیالیو په دوام پرون د یورش بګرامي لوبډلې او ملي افغان فوټبال لوبډلو یو له بل سره سیالي وکړه چې په پایله کې ۱.۲ د یورش بګرامي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د دغه لیګ په دویمه لوبه کې د میوند لوبډلې له کوهدامن لوبډلې سره سیالي وکړه او لوبه یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده چې په پرونۍ لوبه کې له یورش بګرامي لوبډلې څخه مشعل عمري د لوبې غوره لوبغاړى وپېژندل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۴:۳۹
Background image

د ميدان وردګو لوړو زده کړو موسسې کې د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسې په انګړ کې د شاهد الله بدلون او حميد الله لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به څلور ورځې دوام وکړي چې د پيل په مراسمو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۴:۳۶
Background image

خوست کې د فوټبال الف ګروپ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري په اماني ملي لوبغالي کې د دې ولایت د الف ګروپ د لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.

په دې ګروپ کې پنځه لوبډلې شتون لري، چې لس ورځې به د لیګ ډول د یو بل. . .

شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۶:۴۱
Background image

په بلخ کې د ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ د بلخ کفایت لوبډلې لومړۍ مقام خپل کړ

په بلخ ولایت کې د والیبال فدراسیون په نوښت د ولایتونو د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې.

د دې سیالیو په پایله کې د بلخ کفایت لوبډلې لومړی، له هرات څخه ملک. . .

BACK TO NEWS