د کورش نړۍوال فدراسیون رهبري غړی امید جان رستموف د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره کابل ته راغی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه د دغې جشنوارې لپاره له تاجیکستان، اوزبېکستان، قرغیزستان او ترکمنستان څخه ۴۶ ورزشکاران هم کابل ته را رسېدلي دي.
د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنواره د افغانستان په ګډون له اوو هېوادونو د ٦٠ بهرنیو او ١٠٠ کورنیو ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب په پلازمېنه کابل کې ترسره کېږي، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ (د غوايي درېیمه) به پیل شي او درې ورځې به دوام وکړي.
