د کورش ملي فداسیون او اسیا کورش کانفدرسیون د استازو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ سیالیو لپاره د چمتو والي په موخه د متقابلو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۶:۳۶
د کورش ملي فداسیون او اسیا کورش کانفدرسیون د استازو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ سیالیو لپاره د چمتو والي په موخه د متقابلو همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو

د هیواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د کورش فدراسیون او د اسیا د کورش کانفدراسیون د استازو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ سیالیو لپاره د چمتو والي په موخه د متقابلو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو او د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د رهبري له لوري افغانستان ته د کورش د روزونکو او لوبڅارانو د روزنې په موخه راغلي بهرني ښوونکي وستایل شول.

په دغه مراسمو کې د هیواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د کورش ملي فدراسیون رییس سید محمود ضیا دشتي، د اسیا کانفدراسیون فني مدیر مسټر سرګي، د ازبکستان د کمربندي غېږنیونې د ورزش د چارو استازی مسټر نعمت الله تویچیوف، د اسیا کانفدراسیون فني معاون مهران شاه روزیوف او د یاد ریاست استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان خلکو یې قدرداني کړی وي او دوی ته یې خوښۍ ورکړې وي، ښاغلي ځدران همداراز وویل: افغانستان په اوس وخت کې یو له امنو هیوادونو څخه دی، چې په نړیواله کچه په ورزشي ډګر کې له بهرنیو هیوادونو څخه د ورزش د ودې په برخه کې استازي راځي او په دغه هیواد کې د امن په فضا کې ورزشکاران روزي او همداراز د ظرفیت لوړنې سمینارونه وړاندې کوي. ده همداراز په راتلونکې کې د لا نورو متقابلو همکاریو هیله څرګنده کړه.

ورپسې راغلو مېلمنو خبرې وکړې او د افغانستان د اوسني حالت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د مېلمه پالنې اوږده مخینه لري او په مېلمه پالنه کې تر ټولو لوړ نوم لري، دوی همداراز وویل چې د افغانستان د کورش په برخه کې شته ورزشکاران له حقیقي وړتیاوو څخه برخمن دي او هیله یې وښوده، چې د اسیا د کورش اتلولۍ سیالیو چې په ۲۰۲۵ کال کې به ترسره شي افغان ورزشکاران اتلولۍ خپلې کړې کړي او ښې لاسته راوړنې ولري.

د یادونې وړ ده چې د دغو مراسمو په پای کې د هیواد المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست د رهبري له لوري راغلو مېلمنو ته ستاینلیکونه، مډالونه او چپنې ورکړل شول او همدارنګه راغلو مېلمنو د ورزش ادارې رهبري پلاوي ته راوړې ډالۍ ورکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS