د کورش د نړيوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره مل پلاوی کابل ته راغی

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۵:۳۱
د کورش د نړيوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره مل پلاوی کابل ته راغی

د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان، د ياد فدراسیون سکرتر جنرال رضأ نصیري نژاد، اداري رئیس منصور میرزایف او د ياد فدراسیون د ستراتيژي رئیس علیار میرزایف نن ماسپښین کابل ته راغلل.

د دغه څلور کسیز پلاوي د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د فدراسیونونو رئیسانو او مشاورینو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې د ورزش ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: " د ا.ا په حاکمېدو سره په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده پېښه شوې او په تېرو درېوو کلونو کې ورزش له مرکز څخه ولایتونو او د هېواد ليرې پرتو سیمو ته رسېدلی دی او همداراز اوسنی نظام د ورزش په برخه کې زموږ ملاتړ کوي."

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په تېر کال کې مو له نړیوالو لوبو څخه نږدې سل د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه ګټلي دي.

ښاغلي وثیق همداراز د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل چې د افغانستان د ورزش او ورزش کارانو ملاتړ وکړي.

ورپسې د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان په خپلو خبرو کې وويل، چې دا يې څلورم ځل دی چې افغانستان ته راځي او خوښي يې څرګنده کړه چې له داسې کسانو سره یې ملاقات وشو چې ورزش ته خدمت کوي.

ښاغلي فرمان همداراز زیاته کړه: " هغه کسان چې په داخل د افغانستان کې د ورزش لپاره کار کوي باید ورزش له سیاست څخه جلا وساتي خو د المپیک نړيوالې کمېټې قوانینو ته په پام سره ."

د کورش نړيوال فدراسیون پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغی، چې د هېواد د لسو ولایتونو د ١٠٠ ورزش کارانو ترمنځ د کورش دوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۴:۵۹
Background image

ننگرهار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال غوراوي سيالۍ ترسره شوې.

په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۷
Background image

بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د طوفان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

ننگرهار کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS