د کرېکټ نوولس کلنو لوبډله نړۍوال جام سیالیو ته ووتله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۸:۳۹
د کرېکټ نوولس کلنو لوبډله نړۍوال جام سیالیو ته ووتله

د افغانستان له نوولس کلونو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ نوولس کلنو نړۍ‌ وال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

د نوولس کلنو کرېکټ ملي لوبډلې دغو سیالیو ته د لار موندلو لپاره له عمان، هانکانګ او متحده عربي اماراتو څخه په لوړ توپیر لوبې وکټلې او له نیپال سره یې لوبه د اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده، چې په دې سره یې وکولای شول تر ټولو زیاتې نمرې وګټي او نړۍ‌وال جام ته ووځي.

د یاودنې وړ ده، چې دغه سیالۍ د پنځه اسیایي هېوادنو د نوولس کلنو ځوانانو تر منځ د روان میلادي کال د اپرېل پر ۱۳‌مه پیل شوې وې او د نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS