د کام ایر والیبال لوبډله د اسیا کلبونو د اتلولۍ په سياليو کې د ګډون په موخه بحرين هيواد ته روانه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۹:۲
د کام ایر والیبال لوبډله د اسیا کلبونو د اتلولۍ په سياليو کې د ګډون په موخه بحرين هيواد ته روانه شوه

د کام ایر والیبال لوبډله د افغانستان د غوره والیبال لوبډلې په توګه د اسیا کلبونو د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په موخه د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس سره له مخه ښې وروسته بحرين هيواد ته روانه شوه.

د دغې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج عبدالودود حقاني‌، د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پائینده اختري، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د دفتر رئیس او د مالي او اداري ریاست سرپرست محمد الله احساس، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د والیبال فدراسیون رهبري او ځینو نورو لوړ رتبه مسولينو ګډون کړی وو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج عبدالودود حقاني‌ د دغې لوبډلې ورزشکارانو ته سپارښتنه وکړه، چې د لوبو پر مهال د ورزشي اخلاقو تر څنګ اسلامي اخلاقو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو د يوه اسلامي هيواد ښه استازولي وکړلی شي. ده زياته کړه چې هڅه کوم په کور دننه ورزش ته د پاملرنې ترڅنګ په نړيوالو ډګرونو کې افغان ورزشکارانو ته د تلو او لوبېدو ښه زمينه مساعده کړم.

ورپسې د واليبال ملي فدراسيون سکرتر جنرال محمد‌ناصر نوري خبرې وکړې زياته يې کړه: که څه هم چې افغانستان په خپل ګروپ کې له پياوړو لوبډلو سره مخ کېږي؛ خو هيله لرو چې يوه ښه لاسته راوړنه ولرو او د افغانستان ښه استازولي وکړلی شو.

دغه سیالۍ به د مې میاشتې په ۱۴ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲ نېټې پورې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې له ۱۶ هیوادونو څخه ۱۶ غوره کلبونه برخه اخلي او په څلورو ډلو کې له څلورو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي.

تمه ده، چې د افغانستان کام ایر لوبډله په B ګروپ کې له ایران، عراق، تایپي او چین لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS