د کابل ولايت د ساحلي فوټبال الف ليګ د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۱
د کابل ولايت د ساحلي فوټبال الف ليګ د ۸ لوبډلو په ګډون پيل شو

د کابل ولايت، بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ او د فوټبال ملي فدراسيون په همکارۍ د ساحلي فوټبال کمېټې له لوري له کابل ولايت څخه د ۸ لوبډلو ترمنځ د کابل ساحلي فوټبال «الف» ليګ، د فوټبال ملي فدراسیون د ساحلي فوټبال په لوبغالي کې پيل شو.

په دې سياليو کې به له کابل ولايت څخه ۸ لوبډلې ( زيوري، پامير، توحيد، شمس افتخار، رامين اکاډمي، شاه کلپ، اتحاد لوګر او اتحاد چهاردهي ) د يو بل پر وړاندې د ليګ په بڼه سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې اتله لوبډله د افغانستان ساحلي فوټبال غوره لیګ راتلونکي پړاو ته لار ومومي.

د دې سياليو پيليزه لوبه د زيوري اکاډمۍ او پامير لوبډلو ترمنځ وشوه، چې لوبه په خپل اصلي وخت کې ۵ ـ ۵ مساوي شوه، خو د لوبې په اضافي وخت کې زيوري اکاډمۍ لوبډلې يو بل ګول ترسره کړ او خپلې سيالې پامير لوبډلې ته يې د ۶ - ۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ له ۷ کلن ځنډ وروسته د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ساحلي فوټبال کمېټې غړو او ورزشکارانو په شتون کې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندلو او د ساحلي فوټبال راتلونکي پړاو سياليو ته د غوره لوبډلې موندلو په موخه پيل شوې، چې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS