د کابل شمال زون سنوکر کلبونو له مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو په موخه ناسته وشوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۱۲
د کابل شمال زون سنوکر کلبونو له مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو په موخه ناسته وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د هېواد سنوکر کلبونو لپاره د ټاکل شویو اصلاحي اصولو د پلي کولو په موخه د کابل ښار د شمالي زون د خیرخانې، کوتل، هوټل پروان او سرای شمالي سیمو د سنوکر کلبونو له مالکينو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د پلان او پالیسۍ ارشد سلاکار او د همدې فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د ياد فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري او د یادي سیمې د کلبونو مالکينو او د سنوکر لوبغاړو ګډون کړی و.

د ناستې په پيل کې د‌ المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ارشد سلاکار ګلاب الدين خپلواک ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او اړوندو نويو اصلاحي اصولو پره اړه يې خبرې وکړې او زياته يې کړه، دغه اصول د سنوکر لوبو ته د مثبت چاپېریال رامنځته کول، د اسلامي ارزښتونو رعایت، د ځوانانو سالم مصروفيت او د ټولنيزو اصولو په پلي کولو کې خورا مهم دي او بايد پاملرنه ورته وشي.

دغه راز د کلبونو مسولينو وعده وکړه، چې دغو اصولو ته به ژمن پاتې کېږي او د يادو اصولو تر چتر لاندې به خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

د ناستې په پای کي د کابل شمال زون لپاره د یادو کلبونو د همغږۍ لپاره د سنوکر فدراسیون لخوا د بیست من کلب مسول فرزاد هاشمي د استازي په توګه وټاکل شو.

د ويلو ده، چې دا اصلاحي اصول د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د سنوکر ملي فدراسيون او د امر بالمعروف محترم وزارت ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار يوه بېلګه ګڼل شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS