د کابل د بدمنټون منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۲۲:۳۱
د کابل د بدمنټون منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند ٢٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د کابل بډمنټون منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، اداري او مالي رئیس مولوي عبدالناصر هاشمي، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر په افغانستان کې د اندونيزيا سفارد اتشه ريګي سوبکجا د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د خدماتو امر عبدالناصر زاخيلي او ورزشکارانو ګډون درلود.

په دغو سياليو کې په پنځو کټګوريو کې د کابل د بډمنټون ٨٠ ورزشکارانو برخه لرله، چې پايله کي يې

د ملي لوبډلې په برخه کې فهيم ياري اول، حسيب الله نظري دويم او اسمعيل درېیم مقام ترلاسه کړ.

د ١٩ کلنو کټګورۍ کې شوکت فقيري اول، انعام الحق صديقي دويم او صهيب درېيم مقام وګاټه.

د ١٧ کلنو کټګورۍ کې صادق بارکزي اول، سيد صلاح الدين دويم او راشيد شکېب درېيم مقام خپل کړ.

د ١٥ کلنو کټګورۍ کې بيا شمصب اول، توفيق دويم، او نويد طوطاخېل درېيم مقام ترلاسه کړ.

او د ١٣ کلنو کټګورۍ کې حامد اول، مبشير نظري دويم، او محمد هاشمي درېيم مقام خپل کړ.

همداراز په دغو سياليو کې په ټيمي برخه کې په A ټيم کې احمد فهيم او انعام الله فقيري په ګډه اول اسمعیل جاهد او شوکت فقيري دويم مقام تر لاسه کړ.

په B ټيم کې الهام اکبري او فردين حسن زاده لومړى انعام الحق صديقي او صادق بارکزي دويم مقام خپل کړ.

او په C ګروپ کې بيا حامد موسى زي او زاهد الله منيب لومړى عمران اکبري او ارزش ګوري دويم مقام ترلاسه کړ.

دغو سياليو چې پنځه ورځې يې دوام وکړ موخه يې راتلونکو نړيوالو سياليو ته چمتووالى او د کابل بډمنټون منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل دي، چې په پايله کې يې ١٥ تنه ورزشکاران د کابل بډمنټون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

په پاى کې ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او تقديرنامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS