د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د ورزشي کړنو لنډ راپور

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۲۳
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۳ کاري کال د ورزشي کړنو لنډ راپور

پکتیا ولایت د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه دی، چې خلک یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري، په یاد ولایت کې د المپیکي سیالیو ترڅنګ غیر المپیکې او دودیزې سیالۍ هم خورا مینوال او لوبغاړي لري.

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د نورو ولایتونو د ورزشي ریاستونو او امریتونو په څېر ښې لاسته راوړنې لري او خورا ښه ثابت شوی دی، چې سږ کال یې د مرغومې میاشتې تر پایه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۱ لویې او وړې المپیکي او غیر المپیکي ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې ۵۰ یې په مرکز او ۶۱ یې په ولسوالیو کې وې.

همدارنګه د دغه ولایت د المپیکي او غیر المپیکي د مختلفو څانګو ۱۱۹ ورزشکارانو په ملي ټاکنیزو سیالیو کې هم فعاله ګډون کړی، چې په پایله کې له دغه ولایت څخه په بېلابېلو برخو کې ۱۶ ورزشکاران ملي لوبډلې ته ټاکل شوي دي.

په یاد ولایت کې ۳۷ ورزشي فدراسیونونه فعالیت لري او تر څنګ یې د مختلفو ورزشي څانګو ۷۴ کلبونه هم فعال دي، چې وخت ناوخت پکې ۷۲۳۰ ورزشکاران پر تمریناتو بوخت دي او په دغه ولایت کې په رسمي او غیر رسمي توګه ټولټال ۲۴۳۳۰ ورزشکاران په ورزش بوخت دي. په ښونیزه برخه کې په دغه ولایت کې لسګونه سیمنارونه ترسره شوي او ۱۵۷۵ کسانو پکې ورزشي او اصلاحي زده کړې ترلاسه کړې دي.

په دغه ولایت کې د نورو کلونو په څېر هم سږ کال لویې ورزشي برنامې ترسره شوې، چې له جملې یې په څمکنیو ولسوالۍ کې د مرحوم رضا خان کاکا په نوم د ورزشي نندارو وړاندې کولو لوی ورزشي جشن يادولی شو، چې پکې د ورزش ادارې رهبرۍ هم ګډون کړی و، ۵۰۰ ورزشکارانو پکې ورزشي نندارې ترسره کړې او زرګونه مینوال ورته راغلي وو. همدارنګه د یاد ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ کې د نهو ولایتونو د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې د پکتیا ولایت د ولي حسن خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. همداراز د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په موخه د یاد ولایت په مرکز ورزشي سټډیوم کې د ۷۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ورزشي نندارو وړاندې کول و، چې د ورزش ګڼو مینوالو پکې هم ګډون کړی و.

د یادونې وړ ده، چې د بیا رغوونې په برخه کې د ۱۳۴۹۲۴۵ دیارلس لکه نهه څلوېښت زره دوه سوه پنځه څلوېښت افغانۍ د دولت له بودجې او څه باندې یو میلیون افغانيو په ارزښت، چې د ((او. سي. اچ. ار)) موسيسې له لوري ورکړل شوې وې، د یاد ولایت د ورزشي سټډیوم د بیا رغونې چارې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۵
Background image

په کابل کې د ۱۷ کلنو فوټبال غوره ليګ سياليو د څلورمې اوونۍ پای

د دغو سياليو په لومړۍ او د ليګ په ۱۹مه لوبه کې سرسبز ياشلر لوبډلې خپلې سیالې خراسان فارياب لوبډلې ته د ۵ـ۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه او د ليګ په ۲۰ مه لوبه کې ارمان اف سي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۸:۲
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته هم سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه ویتنام ته د ۱ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د زمري ١٤) د کابل پر. . .

BACK TO NEWS