د پهلواني ملي لوبډلې د لويانو کټګورۍ د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې له اتو مډالونو سره د دویم مقام ګټونکې شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۲:۴۴
د پهلواني ملي لوبډلې د لويانو کټګورۍ د پهلوانۍ په نړیوالو سياليو کې له اتو مډالونو سره د دویم مقام ګټونکې شوه

د پهلواني ملي لوبډلې د ``محمد ابراهيم مصطفی``په نوم د پهلوانۍ ۳۶ م پړاو نړیوالو سياليو د لويانو کټګورۍ په انفرادي برخه کې دوه د سرو رزو، درې د سپینو زرو او درې د برنزو مډالونه وګټل او په ټیمي بڼه یې له ۶۲ امتیازونو سره د دویم مقام ګټونکې شوه.

له دغو سیالیو څخه د ځوانانو په کټګورۍ کې هم افغان ورزشکارانو په انفرادي برخه کې څلور د سرو زرو او دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي وو او په ټیمي بڼه یې له ۵۶ امتیازونو سره لومړی مقام خپل کړی و.

د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د ۱۱هېوادونو په ګډون د مصر هېواد په اسکندریه ښار کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۹مه پيل شوې وې او تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS