د پاکستان په کوربه‌توب د تکواندو لوبغاړو اته ورځنی سمینار پای ته ورسېدو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
د پاکستان په کوربه‌توب د تکواندو لوبغاړو اته ورځنی سمینار پای ته ورسېدو

د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په پېښور ښار کې د تکواندو په (ای ټي ټي اې اېف) سبک کې د لوبغاړو د ظرفیت لوړونې په موخه اته ورځنی سمینار پرون (جمعه، مرغومې ۲۱مه) پای ته ورسېد.

دغه سمینار، د۲۰۰ افغان او پاکستاني لوبغاړو په ګډون د پېښور په سپورت کمپلکس کلب کې د روانې جنوري میاشتې په دریېمه نېټه پیل شوی و، چې د افغانستان په استازولۍ ۵۰ لوبغاړو او د اسیا تکواندو ( ای ټي ټي اې اېف) سبک رییس ګل اعظم ګډون کړی و.

دغه سمینار د تکواندو په یاد سبک کې د لوبغاړو ظرفیت لوړونې او په ایران هېواد کې د تکواندو نړۍ‌وال کپ سیالیو ته د لوبغاړو د چمتووالي په موخه ترسره شو، چې د روان میلادي کال د فېبروري په ۲۶مه نېټه به د ۲۲ هېوادونو تر منځ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۸‌مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۶
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴٥. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شور تپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ۴۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۲
Background image

بلخ کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵جوړو لوبې. . .

BACK TO NEWS