د پانکريشن ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ د لوبغاړو په انتخاب پای ته ورسېدې.
د پانکريشن ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ د لوبغاړو په انتخاب پای ته ورسېدې. د ملي لوبډلې د لويانو په ټاکنيزو سياليو کې د شپاړلسو ولايتونو څخه 250 لوبغاړو ګډون کړی و چې څلور ورځې يې دوام وکړ او غوره څېرې ترې په ګوته شوې. د پانکرېشن فدراسيون په وينا له 250 لوبغاړو څخه يې 66 تنه د لويانو لوبډلو په آګن او فول آګن فارمټ کې غوره شول. د پانکرېشن ټاکنيزې سيالۍ د مېزان په 24 د بدني روزنې او ورزش زياست په 500 نفري جمنازيوم کې د لويانو په برخه کې د 57 کيلو څخه تر 105 کيلو وزن کټه ګورۍ کې پای ته ورسېدې چې د بدني روزنې او ورزش رياست فني مرستيال حميد الله کبير يې په پای کې په لوبغاړو ستاينليکونه او مډالونه ورکړل.
