د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش مسوولینو ته د ورزش د ودې مديريتي شپږ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۹:۲۸
د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش مسوولینو ته د ورزش د ودې مديريتي شپږ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد

په کابل کې د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش مسوولینو ته د ورزش د ودې مديريتي شپږ ورځنى سمينار پاى ته ورسېد.

د دې سمينار د پاى په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اداري رئیس عبدالودود حقاني، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دفتر رئیس محمدالله احساس، د پلان او پاليسي رئيس محمد حنیف حنيفي، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد يوسف کار ګر، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي او د ولايتونو د ورزش مسوولینو شتون درلود.

په پيل کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن خبرې وکړې نوموړي وويل: د کال په وروستۍ ربعه کې يوو، په پلان کې ده چې ژمنۍ لوبې پيل کړو، د ولايتونو د ورزش مسوولين دې هڅه وکړي چې دا ځل په ولسواليو کې د ترسره کېدو زمينه ورته برابره کړي.

 

د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش مسوولینو ته د ورزش د ودې مديريتي شپږ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد                       

ښاغلي مطمئن زياته کړه؛ موږ تاسو د وزلوبې سياليو له پايلوبې په ګډه ليدنه وکړه، ترڅو د لوبو له دايرولو سره نور هم بلد شئ او په خپلو ولایتونو کې يې عملي کړئ.

مطمئن د ولايتونو د ورزش له مسوولينو وغوښتل، چې له رسنيو، ملي سوداګرو، ورزشي فدراسیونونو او د اطلاعاتو او کلتور له رياستونو سره ښې اړيکي او همغږي ولري.

نوموړي د ولايتونو د ورزش مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د ولايتونو د وړانديزونو پر اساس به هغوى ته د بوديجې تعديل ورکړل شي.

د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش مسوولینو ته د ورزش د ودې مديريتي شپږ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد                        

په پاى کې د ولايتونو د ورزش د ادارو رئیسانو، امرينو او اداري کارکوونکو ته په درېيو کټګوريو کې تصديق پاڼې او ايوارډونه ورکړل شول. هرات، بدخشان، لوګر، خوست، سرپل، تخار هغه شپږ ولايتونه وو، چې تېرو یو کلنو کړنو ته په کتو او د راتلونکي کال د پلان له مخې په ستاينليکونو وستايل شول.

ياده دې وي، چې تر سمينار وروسته د هر ولايت د ورزش د ادارې مسوولينو ته د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري يو-يو عراده موټر سايکل هم ورکړل شو،ترڅو پرې خپلو اړتياوو ته رسيدنه وکړي.

ياده ناسته په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سرو زرو مډال راوړونکی ورزشکار محمد يوسف جهانګیر سعودي عربستان ولاړ

د سعودي عربستان ورزشي مسوولینو په رسمي غوښتنه د موی تای برخې افغان ورزشکار محمد يوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو د مډال ګټونکو ورزشکارانو د ستاينغونډې مراسمو کې د ګډون په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

BACK TO NEWS