د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د پکتیا ولایت له ورزشي ریاست څخه لیدنه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د پکتیا ولایت له ورزشي ریاست څخه لیدنه وکړه

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي د پکتیا د بدني روزنې روزنې او ورزش ریاست له کارمندانو او د یاد ولایت د فدراسیونونو له استازو څخه لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې د پکتیا ورزشي رئیس نور الرحمن تسکین د ورزش ادارې رهبري ته ښه راغلاست ووایه.

له ښه راغلاست وروسته د ورزش ادارې عمومي رئیس ښاغلي وثیق وینا وکړه، هغه وویل: د ا.ا په راتګ سره په هیواد کې ورزش خورا پرمختګ کړی دی، د پخوا په پرتله ورزشي برنامې ډېرې شوې دي او په دې برخه کې د ولایتونو د ورزشي ادارو رول ډېر مهم دی. نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې د فدراسیونونو استازو ته وویل، چې د ورزش او ورزشي فعالیتونو ترڅنګ اسلامي شعایرو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، لمونځونه په جماعت سره ترسره کړي او د ستر عورت برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش ریاست د پلان و پالیسي رئیس انجینر محمد حنیف حنفي او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس اتل مشواڼي په پلان و تعمیراتي او نشراتي برخو کې معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په درېیمه برخه کې د پکتیا ولایت د ورزشي فدراسیونونو په نماینده ګي یوه تن خبرې وکړې، خپل نظریات، ستونزې او وړاندېزونه یې د ورزش ادارې له رهبري سره شریک کړل. همدارنګه د نېزه بازي او دودیزو لوبو په استازولي هم دوو تنو جلاـ جلا خبرې وکړې او د خپلې برخې اړتیاوې یې د ورزش ادارې له رهبري سره شریکې کړې.

په پای کې د ورزش ادارې د رهبري له خوا دوی ته ډاډ ورکړل شو، چې خپلو امکاناتو او توان ته په کتو به یې ستونزو ته رسیده ګي کیږي، په ځانګړي ډول د دې ولایت د ورزشي ستېډیوم ترمیم ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۵:۵۵
Background image

بادغیس کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفتینګ سیالۍ ترسره شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلیفتینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلیفتینګ سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو یوه ورځ دوام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۵:۴۶
Background image

بادغیس؛ مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري دیاد ولایت مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ش.ه.ی.د بریالي رحماني جام په نوم د والیبال سیالۍ په دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۵:۱۲
Background image

ننګرهار کې د بډمنټون ټاکنېزې سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ولایت په کچه د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

یادې سیالۍ د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په. . .

BACK TO NEWS