د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۳۴
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي مولوي احمد الله وثیق په هرات کې د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل، په دې لیدنه کې د هرات ولایت د ورزش ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي شتون درلود.

د ناستې په پیل کې د ترکمنستان سرکنسول خبرې وکړې هغه وویل: ترکمنستان له افغانستان سره پر سیاسي اړیکو سربېره فرهنګي او ورزشي اړیکو ته هم لېوالتیا لري او په وینا یې مخکې یې هم د ورزش په برخه کې ښې برنامې درلودلې دي. ښاغلي باتر یولوف خوښي وښوده، چې د افغانستان د ورزش ادارې له عمومي رئیس سره ګوري او هیله یې څرګنده کړه، چې په اینده کې د مشترکو ورزشي برنامو لپاره لا غښتلي ګامونه واخلي.

د هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي وثیق هم خوښي وښوده، چې ترکمنستان هیواد له افغانستان سره د ورزشي اړیکو او همکارۍ لېوالتیا لري زیاته یې کړه: " ترکمنستان هیواد له ا.ا سره ډېرې ښې اړیکې لري، موږ مخکې هم ورزشي اړیکې درلودلې دي، په راتلونکې کې هم چمتو یوو، چې دغه روابط پیاوړي کړو. تاسې په هرات ولایت کې زموږ د ځینو ورزشي برنامو حمایت کړی چې د ستاینې وړ دی."

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ورزشي اړيکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ناسته ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS