د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نيپال ته ماته ورکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۵۹
د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا سیالیو خپله  څلورمه لوبه کې نيپال ته ماته ورکړه يکشنبه، د لړم څلورمه، ۱۴۰۴ د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له نيپال څخه د ۳ – صفر میدانونو په توپیر وګټله. افغان ملي لوبډلې له خپلو تېرو درې سياليو څخه يوه سيالي له مالديف څخه ګټلې او دوه نور يې د سريلانکا او ترکمنستان پر وړاندې بايللې دي. افغان لوبډله به خپله پينځمه لوبه کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۷مه د کوربه بنګلادیش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسيا اتلولي سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له نيپال څخه د ۳ – صفر میدانونو په توپیر وګټله.

افغان ملي لوبډلې له خپلو تېرو درې سياليو څخه يوه سيالي له مالديف څخه ګټلې او دوه نور يې د سريلانکا او ترکمنستان پر وړاندې بايللې دي.

افغان لوبډله به خپله پينځمه لوبه کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۷مه د کوربه بنګلادیش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د بنګلادېش هېواد په کوربه‌توب د دې هېواد په پلازمېنه ډاکه ښار کې د شپږ هېوادونو په ګډون د روانې اکتوبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه پیل شوي او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۵
Background image

د جوجتسو افغان ورزشکار په نړۍ والو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

د جوجتسو نړۍ‌والو سیالیو کې افغان ورزشکار مصطفی وکیلي په ۶۹ کیلو ګرام وزن او فول کانتکت سبک کې لومړۍ سیالي د حریف نه حاضریدو له کبله وګټله او دویمه سیالي یې د قزاقي سیال پر وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

زابل کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د جمناسټیک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناسټیک سيالۍ وشوې.

دا. . .

BACK TO NEWS