د والیبال ملي لوبډله د والیبال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵ درجې پورته تللې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۹:۷
د والیبال ملي لوبډله د والیبال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵ درجې پورته تللې

د والیبال د نړیوال فدراسیون له لوري د آسیا د والیبال له سیالیو وروسته، د ترسره شوې تازه نظرپوښتنې له مخې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د نړۍ په کچه له ۷۹ مقام څخه ۱۵ درجې پورته تللې او ۶۴ ام ځای یې نیولی.

افغان ملي لوبډلې د آسیا په کچه له ۳۷ ام ځای څخه پنځلسم ځای ته پرمختګ کړی.

د والیبال نړیوال فدراسیون د افغان لوبډلې د پرمختګ لامل په بېلابېلو سیالیو کې ګډون، د والیبال لیګ ترسره کول او له نړیوال فدراسیون او اسیا کنفدراسیون سره ښه همغږي بولي.

په دې نظرپوښتنه کې د جاپان لوبډله په اسیا کې لومړی او په نړۍ کې پنځم ځای خپل کړی، د ایران لوبډلې بیا په اسیا کې دویم او په نړۍ کې لسم ځای خپل کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS