د هېواد ورزش ادارې رهبري د جوزجان له والي سره ولیدل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۲۲:۴۸
د هېواد ورزش ادارې رهبري د جوزجان له والي سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او ورسره مله پلاوي يې د هېواد شمال ته د سفر په ترڅ کې د جوزجان له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي ارشد سلاکار قاري حیات الله رحماني او ورسره مله پلاوي ګډون کړی و.

د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي وثیق د هېواد د وروستیو ورزشي لاسته راوړنو پر اړه خبرې وکړې او وې ويل چې هڅه کوي د هېواد هرې برخې او هر قشر ته ورزش ورسوي.

د جوزجان والي ښاغلي مولوي ګل حیدر شفق همداراز د بېلابېلو ورزشي برخو وروستیو ملي او نړیوالو لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه او په دې ولایت کې یې د ورزش د ودې لپاره د هر ډول ممکنه مرستو د ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۴۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینک سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کیک بوکسینک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنک سيالۍ تر سره شوې.

دغه سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳۹
Background image

ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS