د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۰
د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۱۷ کلنو کم‌عمره ځوانانو مرکزي اسیا جام اتلولیو سیالیو (کافا) کې د ګډون په موخه نن ( چهارشنبه، د غویي ۳۱مه ) د ازبکستان، تاشکند ښار ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د دې فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود، چې ښاغلي کارګر، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هیله یې وښوده، چې د لوبډلې دغه سفر به له لاسته راوړنو ډک وي.

د دې لوبغاړو ترڅنګ به په یادو سیالیو کې د افغانستان دوه نړیوال لوبڅاران محمد اشرف حسین‌زاده او جلیل احمد جامي هم د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.

د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۶ هېوادونو ترمنځ د روان میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS