د هېواد د ورزش ادارې پلاوي د ارزگان ولایت له ورزشي مسوولینو سره ولېدل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۵۶
د هېواد د ورزش ادارې پلاوي د ارزگان ولایت له ورزشي مسوولینو سره ولېدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست حقوقي سلاکار او د طلباتو تثبیت، تضمیناتو او تأمیناتو د بیرته ترلاسه کولو کمېټې ريیس سید رسول افغاني او ورسره مله پلاوي ارزگان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ورزشي مسوولینو او اماکنو څخه ليدنه وکړه.

په ياد سفر کې په ارزگان کې د ورزشي اماکنو د پاتې پروژو د مالي پورونو او رغنیزو چارو د بشپړولو په موخه د یاد ولایت له اړونده ادارو سره خبرې وکړې او د پاتې پروژو په پورونو یې د قرارداد اسناد او ترسره شویو کارونو په نظر کې نیولو بیا کتنه وکړه.

د يادولو وړ ده، چې په تېر کې هم د ورزش ادارې پلاوي د ځينو ولايتونو د ورزشي مسوولينو او اماکنو څخه ليدنه کړې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS