د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ابو مسلم فراه لوبډلې له تمریني کمپ څخه لیدنه وکړه

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۲:۲
د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ابو مسلم فراه لوبډلې له تمریني کمپ څخه لیدنه وکړه

د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډلې د بهرنیو لوبغاړو له تمریني کمپ څخه لیدنه وکړه او له ورزشکارانو سره یې ولیدل.

په دغه تمریني کمپ کې له کولمبیا، برازیل، توګو، کمرون، ازبکستان، سربیا، ارجنټاین او مکسیکو څخه اووه لوبغاړي او دوه روزونکي په تمرین او روزنې بوخت دي.

د هېواد د ورزش ادارې رهبري د دوی د تمرین ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د ورزش اداره او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه، هڅه کوي چې دوی ته به د تمرین لپاره لا غوره زمینه برابره کړي او په اړوندو برخو کې به د خپل توان په اندازه له دوی سره هر ډول مرسته وکړي او د لوبو او تمرین لپاره به لا زیات سهولتونه ورته برابر کړي.

ټاکل شوې چې د ابو مسلم فراه لوبډلې ٢٣ لوبغاړي او نهه فني کادرونه له ٢٠ ورځني تمریني کمپ وروسته د روان میلادي کال د اګست میاشتې په پنځمه نېټه د آسیا چلنج کپ سیالیو کې د ګډون په موخه بوتان ته سفر وکړي.

د آسیا چلنج کپ سیالۍ د ١٦ هېوادونو د اتلو کلبونو ترمنځ د اګست په ١٢مه نېټه پیلیږي، چې د افغانستان په استازولۍ به د ابو مسلم فراه کلب لوبډله خپله لومړۍ سیالي په همدې نېټه له کوربه بوتان لوبډلې سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS