د هیواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو په خپله پنځمه لوبه کې عربي امارتو ته ماتې ورکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۹:۱۳
د هیواد ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام مقدماتي سیالیو په خپله پنځمه لوبه کې عربي امارتو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې د پارالمپیک آسیا جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې د خپلې پنځمې لوبې پر مهال د عربي محتده اماراتو هیواد ملي لوبډلې ته ۷۰- ۵۷ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د پارالمپک آسیا جام مقدماتي سیالۍ دا مهال د ټایلنډ هېواد په کوربتوب د نهو اسیایي هیوادونو ترمنځ روانې دي، چې افغان لوبډلې پکې پرلپسې پنځه لوبې ګټلې دي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې د کويټ، هانګکانګ، فلیپین او چین‌تایپه هیوادونو ملي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وه، چې په دې سره یې د دې جام پایلوبې ته د لار موندنې ترڅنګ د اسیایي پارالمپیک سیالیو ته هم لار وموندله.

افغان لوبډله به سبا خپله وروستۍ یا هم د اسیا جام مقدماتي سیالیو فاینل لوبه د کویټ هیواد پر وړاندې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS