د هیواد د سنوکر ملي لوبغاړي له یوه بریالي سفر وروسته هېود ته راستانه شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۴
د هیواد د سنوکر ملي لوبغاړي له یوه بریالي سفر وروسته هېود ته راستانه شول

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند سنوکر ملي فدراسیون ملي لوبغاړي له یوه بریالي سفر وروسته هیواد ته له درېیم مقام سره راستانه شول.

د سنوکر دغه نړيوالې سیالۍ په قطر هیواد کې ترسره شوې او له ۲۴ هیوادونو څخه پکې ۶۹ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې افغان ورزشکارانو په ټیمي بخش کې انګلستان، ایرلنډ او ماراتو ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام ترلاسه او د برنزو مډال یې خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د یادو سیالیو په ټيمي بخش کې د درېیم مقام ترڅنګ د نړۍ په څلورو بهترینو لوبډلو کې ثبت شو او په انفرادي بخش کې یې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS