د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۲۲
د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د کازان په کوربتوب د « Games of Future» سياليو په پرانيستې مراسمو کې ګډون وکړ

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق تاتارستان هيواد ته د خپل رسمي سفر په جريان کې پرون چهارشنبه د تاتارستان- کازان په کوربتوب د Games of Future (د راتلونکي نسل ورزشونو) سياليو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو مراسمو په څنډو کې يې د روسيې او تاتارستان هيوادونو د سپورټ له وزيرانو سره هم وکتل.

د نوموړيو سياليو په پرانيسته کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و. يادې سيالۍ د فبروري پر ۲۱ پيل او د مارچ تر درېيمې پورې به دوام وکړي. په دې سياليو کې د ‍۱۰۷ هيوادونو نږدې دوه زره ورزشکارانو ګډون کړی، چې په ۲۱ سبکونو کې به سيالۍ ترسره کړي. د (( راتلونکي نسل ورزشونو)) سيالۍ د ورزشي سياليو یوه نوې لړۍ ده، چې د لومړي ځل لپاره د کازان په کوربتوب په رسمي بڼه پيليږي. د يادو ورزشونو په ترکيب کې الکټرونکي + کلاسيک ورزشونه شامل دي.

پوتين د يادو سياليو نوښتګر او بنسټ اېښودونکی کازان ياد کړ او هم يې د خپلو خبرو په جريان کې وويل، چې ورزش د دې لپاره دی، چې د هيوادونو او ملتونو تر منځ يووالی رامنځته کړي او بايد سياسي نه شي.

د يادو مراسمو په څنډو کې د هيواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق د روسيې د ورزش له وزير اولګ ماتيسين او د تاتارستان هيواد د ورزش له وزير ولاديمير ليونوف سره وکتل. په دې ليدنه کې په ورزشي همکاريو او پرمختګونو خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۴۹
Background image

بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١٠ جوړو لوبې مساوي او ٢٠. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ٣ جوړو لوبې مساوي او ١٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۱:۳۱
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې امید وطن لوبډلې د ٢ پر صفر. . .

BACK TO NEWS